امریکایي چارواکی: د بشارالاسد د رژیم نسکورولو امر موږ نه و ورکړی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو امر نه و کړی.

له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د حکومت د نسکورولو لپاره د سوریې د حکومت ضد وسله‌والو په برید کې کوم رول نه دی لوبولی او نه یې هم د برید لپاره کومه لارښوونه کړې ده.
هغه وویل، چې اوس په سوریه کې د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه شته، امریکا به اوس په سوریه کې له ټولو ډلو سره په ګډه کار وکړي.
له بل پلوه رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دمشق کې د اسراییل له‌خوا د دوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
اسراییلي الوتکو دارنګه په حمص او درعا کې هم په ګڼو سیمو بمبارۍ کړې دي.
له بل پلوه ایران په سوریې خاوره «یرغل» وغانده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې د جولان د نورو سیمو «یرغل» وغانده.
نوموړي د اسراییل پر ملاتړو لویدیځو هېوادونو د اسراییل د دغه قانون ماتوونې پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
د ملګزو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د ګولان په سیمو کې د اسراییل اقدامات محدود او لنډمهاله دي.
اسراييلي استازي په خپل ليک کې کاږلي، چې اسراييل په سوريه کې د وسله‌والو ډلو په جګړه کې لاسوهنه نه کوي؛ د دوی دغه کړنې د دوی د خپل امنيت لپاره دي.
هاخوا حماس د سوریې خلکو ته د ازادۍ او عدالت په مبارزه کې د بریالیتوب له امله مبارکي ویلي، په داسې حال کې چې د لبنان حزب الله په سوریه کې بدلون خطرناک بللی دی.
کاناډا هم د بشارالاسد د رژیم د پای ته رسېدو هرکلی کړی، په داسې حال کې چې بریتانیا، فرانسې، جرمني، اترېش او یونان د سوریې د کډوالو د غوښتنلیکونو بهیر ځنډولی دی.

نور خبرونه

رادیو