جرمني او فرانسه په سوریه کې د جنګیالیو له مشرانو سره په مشروط ډول همکارۍ ته چمتو دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹

جرمني او فرانسوي چارواکي وایي، چې د سوریې له نوې رهبرۍ سره د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د خوندیتوب په شرط همکارۍ ته چمتو دي.

د یادو هېوادونو مشرانو ویلي، چې په سوریه کې یې د جنګیالیو له مشرانو سره د همکاریو په اړه بحث کړی دی.
د جرمني د لومړي وزیر په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لورو هوکړه وکړه، چې له نوې رهبرۍ سره به د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د حقونو د ساتنې په شرط همکاري وکړي.»
که څه هم هیئت تحریر الشام ډله د امریکا په ګډون د ډېر شمېر هېوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېده، خو د بشار الاسد د حکومت په ړنګېدو سره ځيني هېوادونه غواړي له هغې ډلې سره همکاري او اړیکې ولري، چې تر دې وړاندې یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندله.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر هم له دغې ډلې سره اړیکه نیولې ده.
یوې باوري سرچینې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې قطري ډیپلوماټانو د دوشنبې په ورځ د هیئت تحریر شام ډلې له پلاوي سره خبرې اترې کړي دي.
یاد چارواکي ویلي: «د قطر تمرکز دا دی چې د انتقالي دورې پر وخت له ارامۍ څخه کار واخیستل شي او همداراز د دولت عمومي ادارې او بنسټونه خوندي وساتل شي.»
اخوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د روان وضعیت په اړه نن یوه بېړنۍ غونډه ور بللې ده.
په دې غونډه کې به د سوریې پر روان وضعیت خبرې وشي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ‌خوا داسې مهال بلل شوې، چې د حکومت ضد وسله‌والو د سوريې ټول ښارونه په بشپړ ډول نیولي او بشار الاسد هم له هغه هېواده وتلی دى.

نور خبرونه

رادیو