د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د روان وضعیت په اړه نن یوه بېړنۍ غونډه ور بللې ده.
په دغې غونډه کې به د سوریې پر روان وضعیت خبرې وشي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لهخوا داسې مهال بلل شوې، چې د حکومت ضد وسلهوالو د سوريې ټول ښارونه په بشپړ ډول نیولي او بشارالاسد هم له هغه هېواده وتلی دى.
په سوريه كې كورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ كال كې پيل شوې وه.
له بلې خوا اسراییل په سوریه کې خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.
اسراييلي رسنۍ په دې اړه وايي، چې د اسراييل هوايي ځواک په سوريه کې د وسلو ځینې زېرمې په نښه کړې دي.
هاخوا د سوریې له زندانونو څخه په زرګونو ښځې او سیاسي بندیان هم خوشې شوي دي.
اسراییلي ځواکونو خبر ورکړی، چې د سوریې په چارو کې به لاسوهنه نه کوي؛ خو د دغه هېواد ځواکونه د اسراییل او سوریې ترمنځ د ګولان په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.