په ډیلي کې شاوخوا ۴۰ ښوونځیو ته د بمي چاودنو ګواښ شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹

د هندي رسنۍ اې اېن ای خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ په ډیلي کې شاوخوا ۴۰ ښوونځیو ته د برېښنالیک له لارې د بمي چاودنو ګواښ شوی دی.

د دغو ګواښونو له ترلاسه کېدو وروسته پولیسو په ټولو ښوونځيو کې پلټنې پیل کړې دي.

په هند کې په روان کال کې د ښوونځيو په ګډون د اورګاډو تمځایونه او هوايي ډګرونه هم د سلګونه بمي چاودنو له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
په هند کې هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو ته د کال له پیل څخه د نومبر تر نیمایي پورې تر ۱۰۰۰ ډېر د چاودنو ګواښونه شوي او په ورته موده کې په دې تړاو بیا ۱۲ کسان نیول شوي هم دي.
د راپور له مخې، په دغه برېښنالیک کې ویل شوي چې د دوو ښوونځيو په ودانیو کې ګڼ بمونه ځای پر ځای شوي او که دوی ته ۳۰ زره ډالر ورنه کړل شي؛ چاودنه به ورکړي.
په مئ میاشت کې هم په ډیلي کې له ۵۰ څخه ډېر ښوونځي د ورته بمي چاودنو ګواښونه ترلاسه کړي وو، چې وروسته جعلي ثابت شوي وو.
له بل پلوه د شنبې په ورځ هم د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د یوه ناپېژانده کس له‌خوا د مرګ ګواښ شوی و.
د هندي رسنۍ هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د ممبي پولیسو د شنبې په ورځ د لومړي وزیر نرېندرا مودي د وژلو په تړاو د یوې چاودنې ګواښ ترلاسه کړی چې په اړه یې پلټنې لاهم روانې دي.

نور خبرونه

رادیو