که څه هم د اسراییل د جنګي کابینې غونډې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې؛ خو وای نټ خبري اژانس خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن پنجشنبه د ایران د حملې د ځواب او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو په تړاو د اسراییل د جنګي کابینې غونډه یو ځل بیا غونډه وکړي.
د یاد اژانس په راپور کې ویل شوي، چې د جنګي او امنیتي کابینې د اجنډا په سر کې به د ایران د وروستۍ حملې احتمالي ځواب، له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره خبرې اترې او د لبنان له حزب الله سره د جګړې مسالې موجودې وي.
د شنبې په ماښام د ایران د توغندیو او ډرون برید وروسته، د اسراییل جنګي کابینې د زغم لپاره د نړۍوالو فشارونو سربېره پر ایران د ځوابي برید لپاره څو غونډې وکړې؛ خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.
د امریکا په ګډون د اسراییل ټولو متحدینو له اسراییل څخه غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او ځوابي برید په سیمه کې کړکیچ پراخولی شي.
بل خوا بیا د ایران چارواکو ویلي، چې که اسراییل برید وکړي، دوی به یې څو برابره ځواب ورکړي او پرې به یې نه ږدي چې اسراییل خپلو موخو ته ورسیږي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن په وال سټریټ ژورنال کې یوه مقاله خپره کړې او پکې یې ویلي، چې ایران د اسراییل د له منځه وړلو په لټه کې دی.
هغه خبرداری ورکړ چې "که ایران پر اسراییل بریدونه زیات کړي، امریکا به هم په دې کړکېچ کې ښکېله شي".
بایډن د شنبې په شپه پر اسراییل د ایران برید بې ساری وباله او زیاته یې کړه، چې د حماس او حزب الله په ګډون د خپلو نیابتي ډلو له کلونو ملاتړ وروسته، د ایران حکومت په مستقیمه توګه اسراییل په نښه کړل.