د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د غزې له جګړې د الجزیزې پر خبري پوښښ نیوکه وکړه او د قطر له لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې د دې جګړې په اړه دې دا ټلویزیون خپل پوښښ «نرم» کړي.
بلېنکن دا غوښتنه دوه اونۍ وړاندې قطر ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.
د اکسیوس خبري اژانس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ (د لړم په۳ مه) د امریکا د یهودانو د ټولنې د مشرانو یوې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او ښاغلي بلینکن دغه موضوع هلته مطرح کړه.
اکسیوس دا موضوع د هغو درېیو کسانو له قوله لیکلې، چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه.
دوی وویل، چې انټوني بلېنکن وویل د اکټوبر په دیارلسمه کله چې په دوحه کې و، د قطر له دولت څخه یې وغوښتل چې د حماس پر وړاندې دې خپل عامه دریځ بدل کړي.
تر دې مخکې د اسراییل د مخابراتو وزیر الجزیره په دې تورنه کړې وه، چې د حماس په ملاتړ کې یې احساسات پارولي او د غزې له تړانګې څخه د احتمالي بریدونو په وړاندې یې اسراییلي پوځیان ګواښلي دي.
دغه اسراییلي چارواکي ویلي وو، چې د الجزیرې شبکې د سیمه ییز دفتر د تړلو لپاره به کابینې ته وړاندیز وکړي.
د الجزیرې رسنۍ د قطر د حکومت په مالي ملاتړ فعالیت کوي. دغه رسنۍ د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه په ځانګړي توګه تر پوښښ لاندې نیسي.