د تهران د ښاروالۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د داریوش مهرجویي او د هغه مېرمن وحیده محمدفر قاتل د دوی د کور پخوانی بڼوال و.
همشهري ورځپاڼې لیکلي، چې بڼوال دغه ایرانۍ سینمایي جوړه د «۳۰ مېلیونه تومانو» د غوښتنې پر سر د شخړې له امله وژلې ده.
د همشهري په راپور کې راغلي: «د مهرجویي پخوانی بڼوال چې د ده او د هغه د مېرمنې د وژلو د پلان اصلي طرحه کوونکی و، ادعا کوي چې دا جرم یې د دې کورنۍ پروړاندې د کرکې او د ۳۰ مېلیونه تومانو د غوښتلو له امله کړی دی».
د تهران په ښاروالۍ پورې اړوند د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې:« څېړنو وښودله چې دغه کس د مهرجویي له کوره د غلا له امله له دندې ګوښه کړای شوی و او له هماغه وخته یې له دغې کورنۍ سره اختلاف درلود.»
د ایران د سینما د نوې څپې مخکښ کارګردان داریوش مهرجویي او د نوموړي مېرمن لیکواله وحیده محمدي فر د شنبې په ورځ د تلې په ۲۲ مه په کرج کې په خپل شخصي کور کې ووژل شول.