محمود عباس: د اسراییل له بمبار سره به هیڅکله هم له غزې ونه وځو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د فلسطین د کورواکه ادارې مشر د قاهرې په ناسته کې وویل، چې د اسراییل د پوځ له بمبار سره سره فلسطینیان له غزې تړانګې وتل نه غواړي.

محمود عباس وویل: «موږ هیڅکله بې ځایه کیدل نه منو، موږ به په خپله خاوره کې له هرې ننګونې سره پاتې کیږو».

ښاغلي عباس زیاته کړه: موږ همداراز په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې له خپلو کورونو د فلسطینیانو د ایستلو مخالف یو.

د نړۍ مشرانو د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» د مصر په پلازمینه کې راټول شوي چې په غزې کې د سولې لپاره رایه ورکړي.

په دې سرمشريزه کې د يو شمېر عربي هېوادونو، د اروپايي کمېسيون مشر او د يو شمېر اروپايي، افريقايي او اسيايي هېوادونو لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران ګډون لري.

په دې غونډه کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي لویدیځ «د دوه ګونو معیارونو په لرلو» تورن کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه بشري ارزښتونه چیرته دي چې موږ په کلونو کلونو جوړ کړي دي.

تر دې مخکې السیسي او د اردن پاچا عبدالله دواړو مصر او اردن ته د نویو فلسطیني کډوالو له راتګ سره خپل مخالفت څرګند کړی و.

غزه له رفح لارې د مصر له سینا ټاپو او لویدیزه غاړه له اردن سره ګډه پوله لري.

د اسراییل پوځ د غزې له اوسېدونکو غوښتي چې د هوايي بریدونو څخه په امن پاتې کېدو لپاره دې خپل کورونه پریږدي او سویل ته ولاړ شي.

ډېری اندېښمن دي چې له غزې څخه د فلسطینیانو په وتلو سره به اسراییل د دې سیمې ځینې برخې بېرته ونیسي.

تر دې مخکې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د اسراییل د عملیاتو په پایله کې به حماس له منځه ولاړ شي او غزه به کوچنۍ شي.

نور خبرونه

رادیو