فرانسې د سوریې د پوځ د څلورو پخوانیو جګپوړو چارواکو د نیولو امر وکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د فرانسې یوې قضايي ادارې په ۲۰۱۷ کال کې په درعا ښار کې د بم اېښودلو په تور د سوریې د پوځ د څلورو پخوانیو قوماندانانو د نیولو امر کړی دی.

د دغې پېښې مدعیان د دې حکم د صادرېدو هرکلی کوي.

د قضیې مدعیان د دغه سزا صادرول د بشار الاسد په رژیم کې «له جنایي سزا د معافیت» په برخه کې «کلیدي ګام» بولي.

د فرانسې د راپورونو له مخې، دغه حکم په پاریس کې د یوه څېړنیز قاضي له‌خوا د بشارالاسد د رژیم د جګپوړو چارواکو په وړاندې لاسلیک شو.

د سوریې د دفاع وزارت پخوانی ۷۳ کلن وزیر فهد جاسم الفریج، د سوریې د پوځ پخوانی ۷۱ کلن لوی درستیز علي عبدالله ایوب، د سوریې د هوایي ځواکونو پخوانی قومندان احمد بلول، او د سوریې د پوځ د هلیکوپټرو د څانګې د ۶۴مې لوا پخوانی قومندان علي صافتلي هغه کسان دي چې د نیولو حکم یې صادر شوی دی.

د دغې قضیې د مدعیانو وکیل کلمانس بکټارټ وویل:دا پرېکړه د دې ښکارندویي کوي ،چې د عدالت لپاره مبارزه دوام لري.

د ۲۰۱۷ کال د جون په ۷مه د سوریې په سویل درعا سیمه کې چې هغه مهال د کورنۍ جګړې ډګر و، ۵۹ کلن فرانسوی سوریايي وګړی صلاح ابونبوت چې د فرانسوي ژبې متقاعد ښوونکی و، ووژل شو.

د وژل شوي کس کورنۍ وايي، د سوریې د هوايي ځواک یوې چورلکې د روسیې په ملاتړ د ټي‌اېن‌ټي له چاودېدونکو توکو ډکه یوه بوشکه په هغه درې پوړیزه ودانۍ وغورځوله چې صلاح ابونبوت پکې اوسېده.

مدعیان ادعا کوي، چې په دې ودانۍ کې د ماشومانو لپاره یو ښوونځی جوړ شوی و چې د اردن د یوې نادولتي موسسې له‌خوا اداره کېده.

د پاریس محکمې د بشریت پر ضد د جرمونو څانګې د ابونبوت د زوی له شکایت وروسته خپلې څېړنې پیل کړې.

اوس، د سوریې د پوځ د دغو څلورو پخوانیو چارواکو په وړاندې د ملکي استوګنې په سیمه باندې د برید له امله چې د ابو نبوت د مړینې لامل شوی، د ملکي خلکو په وړاندې په قصدي توګه په برید کې د لاس لرلو له امله جنګي جنایت بلل کېږي.

پر دوی تور دی، چې په دې سیمه کې یې د بمبارۍ امر ورکړی او یا یې د لوړ پوړو چارواکو په توګه د داسې برید اجازه ورکړې ده.

درې کاله وړاندې، درېیو نادولتي سازمانونو د پاریس په محکمه کې د یوه قضایي شکایت د ثبتولو خبر ورکړی و چې په کې د بشارالاسد رژیم په سوریه کې د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې د کیمیاوي بریدونو له امله «د بشریت ضد جرمونو» او «په جنګي جرمونو» تورن شوی و.

نور خبرونه

رادیو