د لبنان د حزب الله بریدونو پر دوام، د اسراییل د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی به لبنان ته نږدې د کریاټ شمونا څخه خپل وګړي وباسي.
ویل کېږي، چې دغه کسان به له دې سیمې تر اېستلو وروسته د اسراییل دولتي مېلمستونونو ته ولېږدوي.
الجزیرې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) راپور ورکړ، چې د کریاټ شمونا ښار ۲۰ زره نفوس لري او د ټولو د اېستلو کار په داسې حال کې کېږي چې د اسراییلي ځواکونو او د لبنان د حزب الله ترمنځ وسلهواله نښته روانه ده.
اسراییل او د لبنان حزب الله په تېرو دوو اونیو کې د یو بل پر ضد خونړي بریدونه کړي دي.
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال نعیم قاسم د جمعې په ورځ (د تلې ۲۱مه) خبرداری ورکړ، چې دغه ډله به د حماس او اسراییل تر منځ په جګړې کې له څنډې کېدو د غوښتنو تر اغېز لاندې رانه شي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله هم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل:« د مقاومت حالت ښه دی او ټولې سناریوګانې پوره چمتو دي.»
دغو دواړو خواوو د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په داسې حال کې سره وکتل چې په لبنان کې د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړه روانه ده.
د لبنان حزب الله چې د ایران اسلامي جمهوریت یې اصلي ملاتړی دی، ګواښ کړی چې که اسراییل پر غزې د ځمکني برید پلان عملي کړي، پر اسراییلو به بریدونه زیات کړي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی و، چې امریکا به د حماس او «ترهګرو ډلو» د ملاتړ له امله د اسلامي جمهوریت حساب ورکولو ته اړ کړي.
که څه هم د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنهیي ویلي دي، چې پر اسراییل د حماس په برید کې دوی هیڅ لاس نه لري او دا د خپله فلسطینیانو کار دی؛ خو د حماس یوه مشر خالد مشعل اعتراف وکړ، چې پر اسراييل بريد پلان شوی و او د لبنان حزب الله او د ایران اسلامي جمهوريت د وسلو او تجربو په لېږدولو سره د حماس ملاتړ وکړ.