د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې په اړه د یوې خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې ده. د غزې د روغتيا وزارت د تلې په ٢٥مه نېټه د دغه بريد د تلفاتو شمېر ٤٧١ تنه اعلان کړ. اسراییل او حماس په دې برید کې په لاس لرلو یو بل تورنوي.
د بېلا بېلو هېوادونو چارواکو دغه بريد د نه بښلو ګڼلی او د دغه برید د ابعادو د روښانه کولو غوښتنه يې کړې ده.
له دې پېښې وروسته د فلسطین روغتیا وزارت وویل، چې اسراییل د غزې پر الاهلي روغتون برید کړی دی.
اسراییلي پوځ دغه تورونه رد کړي او دا کار یې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې کار بللی، چې د یوه غلط توغندي د توغولو له امله یې دا پېښه رامنځ ته کړې ده. خو دغې ډلې په یوه پیغام کې د اسراییل دغه ادعا رد کړې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته تر خپل سفر مخکې په یوه بیانیه کې پر دغه روغتون د برید له امله خپله خواشیني څرګنده او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم ته یې امر کړی و، چې د برید لاملونه په کره توګه وڅېړي.
جوبایډن وروسته په اسراییل کې د دې پېښې په اړه وویل چې دا برید د «بل لوري» کار دی.
د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس د چاودنې په غبرګون کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ او د امریکا له ولسمشر سره یې خپله پلان شوې ناسته لغوه کړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د غزې په الاهلي روغتون باندې د حملې په اړه خپله خواشیني څرګنده او ټینګار یې وکړ: «روغتونونه او طبي کارکونکي د نړیوالو قوانینو تر ساتنې لاندې دي».
بې پولې ډاکټرانو په دې روغتون باندې د برید په اړه د "خواشینې" په څرګندولو سره، دا کړنه «ډله ییزه وژنه» او د نه منلو وړ» عمل وباله او ویې ویل: «هیڅ هم پر روغتون دا ټکان ورکوونکی برید نه توجیه کوي چې ناروغان، طبي کارکوونکي او د جګړې کډوال وو. دا وینه تویونه باید ودرول شي».
د بشري حقونو د څار ادارې دغه برید «وحشتناک» بللی او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې د دې پراخو ظلمونو او د انسانانو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
پر دغه روغتون د برید او اسراییل ته د بایډن د سفر په غبرګون کې د حزب الله ډلې د چهارشنبې ورځ «د تلې ۲۶مه» د اسراییل پر وړاندې د «بې ساري قهر» د ورځې په توګه اعلان کړه.
د فلسطین ملاتړو د دغه برید په اعتراض کې په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ لاریونونه وکړل.
خو د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتن ياهو وويل: «ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې په غزه کې وحشي ترهګر هماغه کسان وو چې د غزې پر روغتون يې بريد وکړ، نه د اسراییل پوځ. هغوی چې زموږ ماشومان په بې رحمانه توګه وژلي، خپل ماشومان هم وژني».
په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر هم د غزې په روغتون د حملې مسوولیت د اسلامي جهاد وباله او ویې ویل: «په دغو داعش ترهګرو باور مه کوئ. هغوی چې په بې باکه توګه پر ملکي خلکو توغندي ولي فلسطینیان دي، چې له کلونو راهیسې دا کار کوي».