د منځني ختیځ لپاره د چین استازي له خپل روسي انډول سره په لیدنه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې له مسکو سره د اسراییل او فلسطین د شخړې د پای ته رسولو لپاره همغږی شي.
ژای جون وويل، بیجېنګ او مسکو د فلسطين په اړه ګډ دريځ لري.
هغه د فلسطینیانو د حقونو د تضمین نشتوالی د اوسني کړکېچ لامل وباله.
ژای جون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) له میخاییل بوګدانوف سره په کتنه کې وکړې.
د منځني ختيځ لپاره د چين استازي وويل: د فلسطين او اسرایيل ترمنځ د اوسني حالت اصلي لامل دا دی چې، د فلسطيني وګړو مشروع ملي حقونه تضمين شوي نه دي.
د منځني ختیځ لپاره د روسیې او چین د استازو کتنه بیجېنګ ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سفر یوه ورځ وروسته وشوه.