پنټاګون ومنله، چې د یمن د حوثيانو لهخوا توغول شوي درې توغندي او یو شمیر بې پیلوټه الوتکې یې غورځولې دي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، په ډاډ سره نه شي ویلی چې دغه بې پیلوټه الوتکې او توغندي په کومه موخه توغول شوي؛ خو ښايي موخه یې د اسراییل اهداف وو.
د پنټاګون له دغو څرګندونو سره سم اسراییلي رسنیو د دغه هېواد د دفاعي چارواکو په حواله ویلي، چې د توغندیو موخه اسراییل و.
تر دې مخکې سياېناېن د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي و، چې په منځني ختیځ کې د امریکا سمندري ځواکونو یوې بېړۍ د پنجشنبې په ورځ د یمن سمندر ته څېرمه د څو توغنديو مخه ونیوله.
یوه چارواکي سياېناېن ته وویل، چې دغه توغندي د ایران په ملاتړ د حوثيانو لهخوا توغول شوي او دویم چارواکي ویلي، چې د توغندیو شمېر شاوخوا دوه یا درې وو.