د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، امریکا غواړي غزې ته د «دوامداره بشري مرستو» د استولو شاهد واوسي.
مټیو مېلر وویل، چې هېواد یې «په دقت سره څاري» چې ډاډ ترلاسه کړي حماس به له مرستو کار نه اخلي.
د امریکا متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې ډیویډ ساټرفېلډ په منځني ختیځ کې د خپل بشري استازي په توګه ټاکلی دی.
اسراییل او مصر هوکړه وکړه، چې غزې ته د بشري مرستو شلو لاریو ته د ورتګ اجازه ورکوي.
ښاغلي مېلر وویل، ډیویډ ساټرفېلډ د پنجشنبې په ورځ له اسراییلي او مصري چارواکو سره وکتل چې د دغې هوکړې د پلې کولو په اړه خبرې وکړي.
امريکا وايي، غزې ته د بشري مرستو د لېږلو جزیيات به په راتلونکو ورځو کې خپاره کړي.
د مصر دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۲۷ مه) خبر ورکړ، چې د مصر او غزې تراړې ترمنځ د رفح پوله به د (تلې په ۲۸مه) پرانیستې وي.
ټاکل شوې، چې له دغې لارې به د غزې خلکو ته د خوراکي توکو، اوبو او درملو په څېر بشري مرستې ولېږدول شي.
ګوټرېش د پنجشنبې په ورځ وویل، چې غزه اوس په پراخه کچه دوامداره مرستو ته اړتیا لري.