فلسطیني چارواکي وايي، په غزې تړانګه کې د یونان ارتودوکس پر یوې کلیسا د اسراییل په هوايي برید کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
د کریتاس مرستندویه موسسې هم اعلان کړی، چې په دغه برید کې د دغې ادارې یو ځایي کارکوونکی هم وژل شوی دی.
دا پېښه تېره شپه شوې ده.
د اسراییل پوځ ویلي، د پوځي ملېشو د قوماندانۍ پر مرکز برید کې د کلیسا یوه برخه زیانمنه شوې او د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
فلسطیني چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵۰۰ مسلمانانو او عیسویانو د اسراییل د بمبارۍ له امله کلیسا ته پناه وړې ده.
کریټاس مرستندویه موسسې ویلي، چې د دغې ادارې ځايي کارکوونکی په داسې حال کې وژل شوی، چې له خپلې کورنۍ سره یې کلیسا کې پناه اخیستې وه.
ارتودوکس کلیسا په یوه بیانیه کې د اسراییل برید په کلکه غندلی دی.
د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د دوی جنګي الوتکو د قوماندې یو مرکز په نښه کړی چې د اسراییل پر ضد کارول کېده.
د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، په غزه کې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا درې زره او اته سوه کسان وژل شوي او تر یو میلیون ډېر کسان بې کوره شوي دي.
په غزه کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه راپورونه ښیي چې دوی د خوړو، اوبو، سونتوکو او طبي وسایلو له سخت کمښت سره مخ دي.