د نوي زیلنډ د تر ټولو مرګونې پېښې پلټنه پیلېږي چې ۵۱ مسلمانان پکې وژل شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

په نوي زیلنډ کې د ۵۱ وژل شویو مسلمانانو د پېښې په هکله پلټنې راتلونکې سې شنبه پیلېږي.

پر ۲۰۱۹ کال یوه توندلاري د کریسچرچ ښار پر دوو جوماتونو په برید کې دا کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل. دا برید د نوي زیلنډ په تاریخ کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کېږي.

نوی زیلنډ له دې پلټنې سره دا نتیجه اخیستل غواړي چې له برید وروسته څه وشول او راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی څنګه کېدلی شي.

د برنټن تارنټ په نوم ۳۲ کلن اسټرالیايي چې په نیمه اتومات وسلو سمبال و، د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۱۵ پر مسلمانو عبادتګرو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

تارنټ په کریسچرچ ښار کې پر النور جومات او لېن ووډ اسلامي مرکز له برید لږ مخکې توکمپالې څرګندونې خپرې او خپل برید یې هم پر فیسبوک ژوندی خپور کړ.

دا پلټنې د اکتوبر پر ۲۴ پیلېږي او لومړی پړاو یې شپږو اونیو کې بشپړېږي چې لس مسلې پکې څېړل کېږي؛ لکه پېښې ته د بېړنۍ ادارې او روغتیاپالو ځواب، له تارنټ سره بل چا هم مخامخ مرسته کړې او د هر قرباني د مړینې لامل.

دا پلټنې قانوني بهیر دی چې د نوي زیلنډ قانون یې د ناڅاپي مرګ د ارزونې لپاره لازمې بولي او پکې د طبي پلټونکو، پولیسو، لومړنیو ځواب ویونکو او د پېښې د شاهدانو نظریې ټولېږي.

د عدلي طب محکمې هم په خپله وېبپاڼه کې لیکلي: «دا قانوني پلټنې د حقیقت موندلو لپاره ګډ بهیر دی او د دې لپاره کېږي چې د راتلونکي لپاره په ورته شرایطو کې د پېښو د مخینیو لپاره سپارښتنه ترلاسه شي.»

دوی زیاتوي چې دغو پلټنو سره کومه سزا یا جرمانه نه پلې کېږي.

تارنټ د ۵۱ کسانو د وژلو او ۴۰ نور ټپي کولو په جرم په عمر بند محکوم شوی دی.

هغه له دې پېښې وروسته ویلي وچې غوښتل یې پر دریم جومات هم برید وکړي او له برید وروسته جوماتونه وسوځوي.

نور خبرونه

رادیو