امریکايي چارواکي وايي، په عراق او سوریه کې یې دې وروستیو ورځو کې بیابیا پر ځواکونو بریدونه شوي دي.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې زیاتېدو سره، په سیمه کې امریکايي ځواکونه د ایران ملاتړو سیمه ییزو وسلوالو د فعالیت زیاتېدو له امله تیارسي شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دوه اونۍ وړاندې منځني ختیځ ته دوه الوتک وړونکې، جنګې بېړۍ او تر دوو زرو سمندري ځواکونه واستول.
د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس له برید وروسته په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو هم بریدونه زیات شوي دي. د چارشنبې په ورځ سوریه کې یوه ډرون پر امریکايي اډې سره ټکر شوه چې لږ تاوان یې ورساوه او بله هم وغورځول شول.
د عراق په الاسد اډه کې هم د دروغجن ارنګ له امله د یوه ولسي قراردادي زړه وچاود.
د عراق لوېدیځ کې پرون هم د امریکا او نړیوالو ځواکونو پر دوو اډو د ډرون او توغندیو برید شوی دی.
د عراق پولیس وايي، پرون بغداد کې هم د امریکا پوځي اډه باندې توغندیز بریدشوی دی، خو نور مالومات یې نشته.
د امریکا جنګۍ بېړۍ چې پرون د یمن له اوبو سره نږدې روانه وه څو توغندي او ډرون یې شنډ کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، دا توغندي او ډرونونه د ایران ملاتړو حوثي وسلوالو و او ښايي اسراییل یې په نښه کړی و.
د پنټګان ویاند برید جنرال پټریک ریډر وايي، دې بریدونو ته د کوم ممکنه غبرګون وړاندوینه نه کوي، خو د امریکايي او ایتلافي ځواکونو پرضد هر ګواښ د مخنیوي لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.
د اکتوبر پر اومه د حماس له برید وروسته چې اسراییل وايي، ۱۴ سوه کسان یې پکې وژل شوي تل ابیب پر غزه بریدونه پیل کړي دي.
په دې بریدوڼو کې نږدې څلور زره فلسطنیان وژل شوي او تر ۱۲ زرو ډېر ټپي شوي دي.
له عراق د امریکايي پوځ د وتلو غوښتنه
د پنټګان ویاند ریډر په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه د حماس او اسراییل جګړه پورې تړلي نه بولي.
خو د عراق شیعه مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني پر غزه د اسراییل د بریدونو له غندلو سره له نړۍ غوښتي چې د دې وحشت په مقابل کې یوموټی شي.
د ایران نږدې ملاتړې او ځواکمنې وسلوالې ډلې کتایب حزب الله هم امریکا د بې ګنا خلکو په وژلو کې د اسراییل پر ملاتړ تورنه کړې او ترې غوښتي یې دي چې له عراق ووځي.
تېرو کلونو کې هم د ایران ملاتړو وسلوالو په عراق کې بیا بیا پر امریکايي ځواکونو سربېره د دغه هېواد پر سفارت هم راکټي بریدونه کړي دي.
امریکا په عراق کې دوه نیم زره او سوره کې نهه سوه سرتېري لري او ځايي ځواکونه د اسلامي دولت ضد روزي او ملاتړ یې کوي.