د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ، چې دغه هېواد به د غزې تړانګې له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې د پنځوس مېلیونه یورو مرسته وکړي.
انالنا بربوک وویل، دغه پیسې د هغو فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دي چې د حماس د کړنو قربانیان دي.
دغه مرستې په داسې مهال کېږي، چې پر غزې د اسراییل بریدونه لا دوام لري او د ځمکني برید لپاره هم چمتووالی نیول شوی دی.
د جرمني ډيپياې خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) راپور ورکړ، چې انالنا بربوک اردن ته د سفر پرمهال له خپل اردني سیال سره په کتنه کې له غزې تړانګې سره د جرمني د مرستو اعلان وکړ.
نوموړې وویل:« دا بودجه باید د نړۍوالو سازمانونو لکه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسېف) په ملاتړ سره وکارول شي.»
اغلې بربوک دا هم وویل:« موږ چمتو یو، چې غزې ته روغتیایي ټیمونه واستوو او هغو ماشومانو ته مرستې برابرې کړو چې سخت زیانمن شوي دي.»
جرمني د اسراییل له ملاتړو هېوادونو دی او د دغه هېواد لومړی وزیر اولاف شولټس چې دوه ورځې مخکې تل ابېب ته تللی و، د دغه سفر په ترڅ کې یې له اسراییل خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.
نوموړې ټینګار وکړ، چې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
پر اسراییل د حماس له برید وروسته، دغه هېواد غزې تړانګې ته د برېښنا، خوراکي توکو او د تېلو د لېږد مخه ونیوله.
د مصر دولتي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۲۷مه) خبر ورکړ، چې د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د رفح پوله به د جمعې په ورځ د تلې په ۲۸مه پرانیستل شي.
د دغه راپور له مخې، اسراییل او مصر هوکړه کړې چې د بشري مرستو شل لارۍ به غزې ته ننوځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر تېره شپه اعلان وکړ، متحده ایالات وضعیت له نږدې څاري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې حماس له دغو مرستو کار نه اخلي.
د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه څوارلسمې ورځې ته غځېدلې او د شمېرو له مخې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۰۰ فلسطینیان او ۱۴۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.