د تاجکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي ټي) په یوې تازه ویډیو کې په تاجکستان کې له اسلامپالو غوښتي، چې د حکومت پر ضد د بغاوت وسله پورته کړي او له دوی سره د حکومت په ړنګولو کې برخه واخلي.
دغې ډلې وروسته له هغې دا ګواښوونکې ویډیو خپره کړه، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د تاجکستان حکومت اعلان وکړ، چې یو شمېر وسلوال د افغانستان له پولې تاجکستان ته وراوښتي وو او د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي او له منځه تللي دي.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي وو، چې دغو کسانو غوښتل چې د سپټمبر په ۹مه نېټه د تاجکستان د خپلواکۍ د ورځې پر مراسمو ترهګریز بریدونه وکړي.
تازه د تحریک طالبان تاجکستان(ټي ټي ټي) له خوا په خپره شوې ویډیو کې د تاجکستان حکومت ته ګواښ کړی، چې دوی به یې پر وړاندې خپله وسلواله مبارزه جاري ساتي.
دغې ډلې په افغانستان کې د طالبانو بریا ته په اشارې سره په تاجکستان کې پر اسلامپالو غږ کړی، چې وسلې دې راواخلي او د حکومت پر وړاندې دې بغاوت پیل کړي.
په ویډیو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان (ټي ټي پي) قوي کېدل او د پاکستان د حکومت پر وړاندې د چټکې مبارزې ستاینه هم شوې او زیاته کړې یې ده، چې د ایران د جیش العدل چیریکي جګړه د یوې نمونې په توګه تعقیبوي.
د تاجکستان د طالبانو د دغې ویډیو په اړه تر اوسه د تاجکستان حکومت څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یو شمېر تاجکي چارواکو ویلي وو، چې دغه ډله د افغانستان پر پولو خپل پټنځایونه لري.