د بريتانيا لومړی وزیر وايي، فلسطينيان د حماس د کړنو قرباني شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سونک تل ابیب ته خپل سفر کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو او د دې هېواد له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره وکتل.

رشي سونک د اسراییل له ولسمشر سره په ليدنه کي وويل چي فلسطينيان د حماس د کړنو قرباني شوي دي.

رشي سونک له اسراييلي چارواکو سره په ليدنه کې له اسراييل څخه د برتانيا کلک ملاتړ اعلان کړ. هغه وويل: «موږ د ترهګرۍ پر وړاندې له تاسو سره ولاړ یو».

د بريتانيا لومړي وزير وويل، له خپلو شریکانو سره په ګډه د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو هوډ لري.

رویټرز د رشي سونک د ویاند په حواله راپور ورکړ، چې پر اسراییل له برید راهیسې لږ تر لږه ۷ بریتانویان وژل شوي او نهه نور ورک دي.

ښاغلي سونک د دغه سفر په ترڅ کې پر اسراییل د حماس د برید د ځینو قربانیانو له کورنیو سره هم وکتل.

د اسراییل لومړي وزیر هم له خپل بریتانوي سیال سره په خبري کنفرانس کې وویل چې د حماس پر ضد جګړه یوازې د اسراییل جګړه نه ده، بلکې د ټولې نړۍ جګړه ده.

نتن یاهو وویل، چې د حماس د برید یو هدف د سیمې له هېوادونو سره د اسراییل د سولې د هڅو ګډوډول دي. هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې به جګړه اوږد مهاله شي او اسراییل د بریتانیا ملاتړ ته اړتیا لري.

د بريتانيا لومړي وزير په دغو کتنو کې د غزې خلکو ته د بشري مرستو رسول هم مهم وبلل.

د تلې په پنځلسمه پر اسراییل د حماس له برید وروسته اسراییل د غزې تړانګه محاصره کړه او دې سیمې ته یې د برېښنا، خوراکي او سون توکو د لېږد مخه نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو