د اسراییل د دفاع وزیر خپلو پوځیانو ته: ډېر ژر به غزه له داخل څخه ووینئ

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په دیارلسمه ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) وویل، چې اسراییلي سرتیري به ډېر ژر غزې ته ورننوځي.

د اسراییل د دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ نوموړي خپلو سرتېرو ته ویلي: "تاسو اوس له لېرې څخه غزه وینئ؛ خو ډېر ژر به حکم وشي او تاسو به یې له داخل څخه ووینئ."

ګالانټ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې اسراییلي چارواکو ویلي وو، چې د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي.

د اسراییل مشرانو تر دې مخکې ویلي وو، چې د حماس د له منځه وړلو لپاره به پر غزې د هوا، سمندر او ځمکې له لارې بریدونه وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د برېتانیا لومړي اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد پر حق او د غزې له خلکو سره د بشري مرستو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر له خپل برېتانوي سیال سره په کتنه کې ویلي، چې د حماس وروستۍ حمله له عربي هېوادونو سره د اسراییل د سوله ییزو اړیکو د پراخېدو د مخنیوي په هدف ترسره شوې ده.

بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د می په ۲۷مه له برېتانیا وغوښتل چې پر غزې د اسراییل د برید ملاتړ ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو