د اسراییل د بیړني حکومت د کابینې دفاع وزیر بني ګانټز د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرايیل او حماس تر منځ روانه جگړه ښايي څو میاشتې دوام وکړي.
هغه ویلي، که جګړه اوږده شي، د لبنان له حزب الله سره چې د حماس ملګری دی، جګړه شونې ده.
د اسراییل ټایمز په وینا، ګانټز او د اسراییل حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ د سویلي اسراییل ښاروال او د نیګیو سیمه ایزې شورا مشر اوفیر لیبسټین په جنازه کې ګډون او خبرې وکړې.
لیبستین د (تلې ۱۵مه) د اسرايیل په سویل کې د حماس له جنګیالیو سره په جګړه کې وژل شوی و. په همدې ورځ د حماس د وسله والو له خوا په سلګونو نور اسراییلیان، چې ډېری یې ملکیان وو، ووژل شول.
ګانټز په دغو مراسمو کې وویل. «د اسراییل په سویل کې جګړه به ډیر وخت ونیسي، که اړتیا وه حتا د هیواد په شمال او نورو برخو کې هم جګړه کیدای شي څو میاشتې دوام وکړي.»
د اسراييل د دفاع پخواني وزير د دغه هېواد د سویل له خلکو بښنه وغوښته چې امنيتي ځواکونه و نه توانېدل چې د حماس د اغېز او بريد مخه ونيسي او پر وخت يې ساتنه وکړي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د حماس له لوري له ناڅاپي برید وروسته، د خلکو د مرستې له غوښتنې سره، سره د اسراییل امنیتي ځواکونه د نهو ساعتونو لپاره سیمې ته نه و رسیدلي. دا څو ساعتونه د حماس د جنګیالیو لپاره کافي وو چې غزې ته نږدې په سرحدي سیمو او ښارونو کې د خلکو کورونو ته ننوځي، ولسي وګړي ووژني او یرغمل یې کړي.
د رسمي شمېرو له مخې په دې ورځ لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ تنه یرغمل شول چې د اسراییل په تاریخ کې دغه ورځ بې ساري وه.
په دې مراسمو کې د اسراییل د پوځ لوی درستیز هم ټینګار وکړ چې له حماس سره جګړه به لنډه نه وي، په تېره بیا که حزب الله هم د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه کې ګډون وکړي.
لوړ پوړي اسراییلي چارواکي په داسې حال کې له حماس سره د جګړې د دوام خبره کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اسراییل وغوښتل چې د بشري دلایلو له مخې اوربند ومني او د غزې خلکو ته بیړنۍ مرستې ولېږي.
د غزې په الاهلي روغتون کې له ۵۰۰ د ډيرو کسانو تر وژل کېدو وروسته عربي هېوادونو هم پر سمدستي اوربند ټینګار کړی دی.
خو لوېديځو هېوادونو او د اسراييل ملګرو له اوربند سره مخالفت ښودلى او د حماس د بريدونو پر وړاندې يې د اسراييل د ځان د دفاع په نامه د جګړې دوام توجيه کړى دى.
د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې د درولو لپاره د برازیل او روسیې له خوا وړاندیز شوې مسوده د امریکا د ویټو له امله تصویب نه شوه. امریکا د دغه پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړه.
داسې ښکاري چې دغه هیوادونه په غزه کې د حماس د ویجاړولو لپاره د اسراییل د پلان ملاتړ کوي.