د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سونک د پنحشنبې په ورځ د (تلې ۲۷ مه) اسراییل ته ورسېد.
هغه به د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وګوري.
د بریتانیا لومړي وزیر تر دې وړاندې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي و، چې د «ترهګرۍ» سره په مبارزه کې له اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړ دی.
هغه دا رنګه ویلي، د فلسطین د ولسي خلکو د خوندیتوب او هغوی ته د بشري مرستو رسول اړین او ارزښتناک دي.
له ریشي سونک وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تل اویو ته تللی و او له اسراییل څخه یې غوڅ ملاتړ اعلان کړی و.
د اسراییل د ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې د بریتانیا لومړی وزیر له اسراییل سره د ملاتړ په موخه تل اویو ته تللی دی.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، تل اویو ته له رسېدو سره سم ریشي سونک ویلي «ترهګریز بریدونه» غندي.
هغه وویل: «غواړم تاسې پوه شئ، چې بریتانیا ستاسې تر څنګ ولاړه ده.»