د اسراییل او حماس د جګړې زیاتېدل؛ ایا په منځني ختیځ کې د ایران متحدین جګړې ته چمتو کېږي؟

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

رویټرز لیکي، چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړه پراخه شوې او دې جګړې ته د ایران د متحدو ډلو د ننوتلو احتمال زیات شوی دی.

حماس او اسلامي جهاد د «مقاومت د محور» په نوم د اسراییل د جګړې اصلي اړخونه دي.

ایران اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې د جګړې د دوام په صورت کې به «مقاومت ډلې» جګړې ته داخل شي.

د ایران سپاه پاسدارانو د سه شنبې په ورځ اسراییل ته خبرداری ورکړ، که چېرې پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي نو د مقاومت ډلو د لا زیاتو اقداماتو ته دې په تمه وي.

د تلې په پنځلسمه د دغې جګړې له پیل راهیسې د لبنان حزب الله ډلې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې ځوابیه بریدونه کړي او نورو ډلو یوازې د امریکا پر ګټو د برید پر ګواښ بسنه کړې.

د هغو ډلو نوملړ چې تهران یې ملاتړ کوي او امکان لري د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه پیل کړي:


د لبنان حزب الله ډله

د لبنان حزب الله ډله په ۱۹۸۲ کال کې د ایران د سپاه پاسدارانو له‌خوا د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې چې پر لبنان یې یرغل کړی و، د مبارزې په موخه جوړه شوه.

حزب الله د اسراییل د سخت دښمن په توګه د دغه هېواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېږي.

د تلې په پنځلسمه له هغه وخته چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ، حزب الله له اسراییلي ځواکونو سره د ډزو تبادله کړې، چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د دواړو خواوو تر منځ تر ټولو جدي نښته بلل کېږي.

په تېرو ۱۸ کلونو کې د حزب الله د وسلو زېرمه ستره شوې او د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر چې لسګونو زرو ته رسېږي، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ د مخالفینو پر وړاندې جنګېدلي دي.

سربېره پر دې، حزب الله په سوریه او عراق کې ملیشه‌یي ډلې روزلي او په یمن کې د حوثي ډلې په څېر نور ځواکونه هم هڅولي دي.



د راپورونو له مخې، د حماس د جنګیالیو شمېر ۴۰ زرو ته رسېږي.


په عراق کې د ایران متحدې ملیشې

په عراق کې د ایران په ملاتړ د شیعه ملېشو ډلې په ۲۰۰۳ کال کې پر دغه هېواد د امریکا له برید وروسته په عراق کې تر ټولو په پیاوړو فعالینو بدلې شوې دي.

دا هغه ډله ده، چې لسګونه زره جنګیالي لري او د حشد الشعبي په نوم د داعش د اسلامي دولت سره په جګړه کې یې مهم رول لوبولی چې د یوې مودې لپاره یې د عراق لویه برخه نیولې وه.

په داسې حال کې چې د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه مخ په زیاتېدو ده، د امریکا پوځ وايي د چهارشنبې په ورځ یې په عراق کې د دوی پر ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید شنډ کړی دی.

د ایران تر ملاتړ لاندې عراقي ډلې په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ جنګیدلې دي.

دغه ډلې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تاریخ لري او ایران دغو ډلو ته د بې پیلوټه الوتکو د کارولو روزنه ورکړې ده.


په سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلې

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، ایران د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره د ملېشو ډلې جوړې کړې.

دغه ډلې د ایران، عراق، افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو له وګړو جوړې شوې دي او د بشارالاسد د حکومت د نسکورېدو په مخنیوي کې یې اغېزناک رول لوبولی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، سلګونه ایرانیان د بشارالاسد په دفاع کې وژل شوي هم دي.

د ایران تر ملاتړ لاندې ځواکونه په بېلابېلو سیمو لکه د سوریې او عراق پر پولو او د جولان لوړو ته نږدې چې د اسراییل له‌خوا نیول شوي و، ځای پر ځای شوي دي.

اسراییل په ځلونو د سوریې دننه د دغو ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.



د یمن حوثي ډله

د یمن حوثي ډله چې د تهران بل متحد دی د تلې په اتلسمه خبرداری ورکړ، که امریکايي ځواکونه د غزې په جګړه کې لاسوهنه وکړي، دغه ډله به یې په ډرون او توغندیو ځواب ورکړي.

حوثي ډله له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ له سیمه‌ییز اېتلاف سره جنګیږي.

دغه ډله اوږده واټن وېشتونکي توغندي لري، چې په وار، وار یې د سعودي عربستان په ګډون د دغه هېواد د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.


د فارس خلیج په اوبو کې ګواښونه

د ایران او لوېدیځ ترمنځ د فارس خلیج د اوبو پر سر له ډېرې مودې راهیسې لانجه روانه ده، چې له دې لارې د نړۍ ډېره برخه تېل لېږدول کېږي.

له ۲۰۱۹ کال راهیسې، هلته په بېړیو یو لړ بریدونه شوي، چې ایران یې اصلي تورن دی.

په بحرین کې مېشت د امریکا پنځمه سمندري بېړۍ په دې سیمه کې د سوداګریزو بېړیو د ساتنې دنده پر غاړه لري.

د ایران سمندري ځواک د سپاه پاسدارانو په مشرۍ له چټکو بېړیو څخه جوړ دی.

نور خبرونه

رادیو