د حماس د یوه بنسټ اېښودونکي مېرمن د اسراییل په بریدونو کې «ووژل شوه»

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د حماس او اسراییل رسنیو د پنحشنبې په ورځ د (تلې په ۲۷ مه) نېټه خبر ورکړ، چې د حماس ډلې د یو تن بنسټ اېښودونکي عبدالعزیز رنتیسي مېرمن جمیله شنطي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوې ده.

جمیله شنطي د حماس په ډله کې د سیاسي دفتر لومړنۍ غړې او په حماس کې د ښځو د غورځنګ بنسټ اېښودونکې وه.

د القدس رسنۍ د فلسطیني ادارې د قانون جوړوونکو له قوله لیکلي، چې جمیله شنطي «د فلسطین د ارمانونو په ترسره کولو کې مېړانه کړې او په پالماني، پوهنتوني، سیاسي، وکالتي او ښوونیزو برخو کې یې ځانګړې ونډه لرله.»

عبدالعزیز الرنتیسي هم د ۲۰۰۴ کال د اپرېل په میاشت د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی و.

هغه په کال ۱۹۸۷ کې د اسلامي حرکت د فعالانو په ملتیا د غزې په تړانګه کې د اسلامي حرکت «د حماس د اسلامي غورځنګ د خوځښت» بنسټ کېښود.

نور خبرونه

رادیو