د امریکا متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته بهرنیو هېوادونو ته د سفر په اړه امنیتي خبرداری ورکړی

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تازه له هېواده بهر خپلو ټولو اتباعو ته"امنیتي خبرداری" ورکړی.

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، چې په نړۍ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د تروریستي حملو د احتمال په پام کې نیولو سره دې ډېر احتیاط وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې د امریکا د اتباعو او ګټو پر ضد د تروریستي بریدونو، مظاهرو او تاوتریخوالي د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

دا پدې معنا ده، چې د متحده ایالاتو اتباع کله چې د نړۍ نورو هېوادونو ته سفر کوي، هوښیار اوسي او د امنیتي خبرداري د ترلاسه کولو سره سمدستي باید د متحده ایالاتو حکومت خبر کړي.

په تېرو ورځو کې په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي، لوېدیځو هېوادونو د امنیتي خبرداریو کچه لوړه کړې او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې د منځني ختیځ ځینو هېوادونو ته سفر ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو