سلګونه امریکایي یهودیان په کانګرس کې راټول شوي او په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

په سلګونه امریکایي یهودیان د غزې په ملاتړ په کانګرس کې سره راټول شوي.

دوی وایي، تر هغې نه وځي، چې کانګرس په غزه کې د اوربند غوښتنه نه وي کړې.

لکه څنګه چې تېره ورځ د متحده ایالاتو په زرګونو یهودانو بهر مظاهره وکړه، اوس‌مهال د ۳۵۰ څخه ډېر په کانګرس کې راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې په ولسي وګړو د اسراییل بریدونو زور اخیستی او تېره ورځ یې په الاهلي روغتون برید وکړ، چې دغه برید له پراخو غبرګونونو سره مل شو او لاهم په غزه کې د اسراییل بریدونه دوام لري.

په غزه کې د مېندواره مېرمنو او ماشومانو وضعیت ته ملګرو ملتوتو، د بشري حقونو د څار سازمان او نورو نړۍوالو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نور خبرونه

رادیو