د اسراییل پوځ وايي، د لبنان د حزب الله ډلې پر مرکزونو یې بریدونه کړي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، دوی د حزب الله د ډزو په غبرګون د لبنان په پوله کې د دغې ډلې اهداف په نښه کړل.

الجزیرې لیکلي چې، په دغو بریدونو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

لبنانۍ رسنیو لیکلي، چې اسراییل د دغه هېواد پر دوو برخو هوايي بریدونه کړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، دوی هغه سیمه په نښه کړې چې د اسراییل په شمال لوېدیځ کې د روش هانکرا په سیمه کې ترې د ټانک ضد توغندي توغول شوي وو.

حزب الله د اسراییل په شمالي سرحدونو د ډزو له تبادلې وروسته اعلان وکړ، چې "د پخوا پرتله زرګونه ځله پیاوړي" دي.

نور خبرونه

رادیو