د اسلامي همکاریو سازمان پر اسراییل د نړۍوالو قوانینو د رعایتولو لپاره د فشار غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د دې سازمان په ناسته کې پر اسراییل د نړۍوالو فشارونو غوښتنه وکړه، چې له مخې یې اسراییلد نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو ته غاړه کیږدي.

ګڼو هېوادونو په غزه کې پر ملکي وګړو د اسراییل برید غندلی دی.

د اسلامي همکاریو د سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) په جده کې د حماس او اسراییل ترمنځ پوځي شخړې زیاتوالي ته د حل لارې په اړه غونډه وکړه.

دا ناسته د سعودي عربستان په بلنه په غزه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته د بېړنۍ رسېدنې او په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتېدو په اړه جوړه شوې وه.

په دغه کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه له فلسطین سره د اسلامی هېوادونو په پیوستون باندې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې دغه سازمان د فلسطیناینو له مشروع مبارزې چې د خپل سرنوشت د ټاکلو او د یوه خپلواک هېواد د جوړلو په برخه کې کوي، خپل غوڅ ملاتړ اعلانوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د اسراییل د دې بې ساري تېري د مخنیوي لپاره او د غزې تړانګې ته د درملو ، خوراکي توکو او اړینو توکو رسولو اسانه کولو لپاره د بشردوستانه دهلیزونو پرانستلو باندې هم ټینګار کوو».

ښاغلي طه څرګنده کړه، چې پر فلسطیني ولس د اسراییل د بریدونو دوام به امنیت او ثبات خراب کړي، کرکه او تاوتریخوالی به ډېر کړي.

هغه د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو په استازيتوب له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې اسراييل دې ته اړ کړي، چې د نړۍوالو قوانينو، نړۍوال بشري حقونو او د ملګرو ملتونو پرېکړه ليکونو ته غاړه کېږدي.

هغه وویل، چې په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه، چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د وحشیانه تيري پایلې، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې "دوامداره تیري" ته رسیدګي وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي اسراییل په دې تورن کړ، چې د استوګنې، تعلیمي او روغتیايي مرکزونو په نښه کولو سره یې «ټول اساسي اخلاقي اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي».

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په دې غونډه کې وویل، چې نړۍواله ټولنه باید په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره مسوولانه دریځ غوره کړي.

هغه د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو او د نړۍوالو پرېکړه لیکونو د عملي کولو سره په ټینګار د غزې د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پر غزې د اسراییل د بریدونو د جدي، پرېکنده او چټک تعقیب، غزې ته د بشري مرستو د سمدستي لېږلو او د غزې د خلکو له بې ځایه شویو سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی.

د ایران دغه جګپوړي ډېپلوماټ له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له «اسراییلي رژیم» سره خپلې اړیکې پرې کړي او د دغه هېواد پر توکو بندیز ولګوه.

ښاغلي امیرعبداللهیان همدا شان د فلسطین د ملاتړ لپاره د اسلامي حقوق پوهانو د یوې ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه، ترڅو په نړۍوالو محکمو کې د «اسراییل د جنګي جنایتونو» او د هغو د ملاتړو د محاکمې لپاره شرایط برابر شي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د غزې پر تړانګې د اسراييل پوځ له هوايي بمباريو وروسته په سیمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتېدو راپورونه ورکول کېږي.

په تېرو دولسو ورځو کې د پرله پسې نښتو په وروستۍ پېښه کې چې د غزې په تړانګه کې د الاهلي روغتون په نښه شو، لږ تر لږه پنځه سوه کسان ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو