د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په غزه کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه.

د نوموړي په وینا؛ د ګڼو خلکو ژوند دغې جګړې اخیستی او د ټولې سیمې برخلیک یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

هغه همدا راز له حماس څخه غوښتي دي، چې یرغمل شوي کسان پرته له کوم شرطه خوشي کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په هغې ویډیو کې چې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره یې کړې، له اسراییل غوښتي چې د غزې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د بشري مرستو د استولو لپاره سمدستي او بې محدوده لاسرسی برابر کړي.

ښاغلي ګوټرش همدا راز په غزه کې د وروستي خونړي برید په اړه وویل، چې د غزې په الاهلي روغتون کې د سلګونو کسانو په وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پر دواړو خواو غږ کړی، چې مذاکرات دې پیل کړي او روانه جګړه دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نور خبرونه

رادیو