حماس د غزې د روغتون د چاودنې په اړه د جو بایډن خبرې "ړوند تعصب" بللې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

حماس د فلسطیني ډلو له خوا په غزه کې د روغتون د چاودنې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا د اسراییل په ملاتړ د امریکا «ړوند تعصب» دی.

جو بایډن ویلي؛ داسې ښکاري چې دا کار د اسراییل نه بلکې له «بل لوري» دی.

ښاغلي بایډن د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) د اسراییل له لومړي وزیر سره د لیدو لپاره تل ابیب ته له رسېدو وروسته وویل، چې ډېر خلک له دې نظر سره موافق نه دي.

د امریکا ولسمشر د غزې په الاهلي روغتون کې له چاودنې وروسته وویل، چې د سپینې ماڼۍ امنیتي ټیم ته یې امر کړی چې په دې اړه څېړنې وکړي.

وروسته له هغه چې په دغه روغتون کې لږ تر لږه ۵۰۰ ملکي کسان ووژل شول، اسراییل د دې برید مسوولیت نه دی منلی او څرګنده کړې یې ده، چې دا د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې کار دی.

د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې دا تور نه دی منلی.

د ځینو هېوادو یو شمېر مشرانو د دغې خونړۍ پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو