د امریکا ولسمشر: حماس د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې د حماس وسله واله ډله د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې فلسطینیان د حماس ملاتړي نه دي.

ښاغلي بایډن د اسراییلي مشرانو سره تر لیدنې وروسته پر خپلې اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي: "اجازه راکړئ چې روښانه کړم؛ د فلسطین مطلق اکثریت د حماس ملاتړي نه دي".

هغه زیاته کړه: "حماس د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي".

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې اسراییل باید یو ځل بیا د یهودانو لپاره خوندي ځای شي.

جو بایډن همدا راز اعلان وکړ، چې متحده ایالات به غزې او لویدیځې غاړې ته د بشردوستانه مرستو په برخه کې د نوې بودیجې لپاره 100 ملیون ډالر ځانګړي کړي.

تر دې مخکې ښاغلي بایډن د اسراییل له لومړي وزیر سره په کتنه کې د غزې په الاهلي روغتون باندې د سې شنبې د شپې د برید په اړه خپل دریځ تکرار کړ او ویې ویل چې دا برید د بل لوري کار دی.

ځايي فلسطيني چارواکي، چې پر الاهلي روغتون د بريد پړه پر اسرایيلي پوځ اچوي، وايي چې په بريد کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو