د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې که اسراییل غواړي غزه ونیسي، نو دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره تېروتنه وي.
نوموړي له سي بي اېس سره په خپلې نوې مرکې کې ویلي، چې دی د اسراییل او غزې مساله له نېږدې څاري او زیاتوي، چې حماس او د حماس توندلاري پلویان د غزې د اوسېدونکو استازیتوب نه کوي.
بایډن ویلي، چې په غزه کې د توندلارو پر وړاندې عملیات مهم اقدام دی؛ خو دی تمه لري، چې اسراییل به د جګړې ټول قوانین په نظر کې نیسي.
بایډن په غزه کې حماس ته په اشارې سره وايي، چې اسراییل له یوې داسې ډلې سره په مقابلې بوخت دی، چې په ظلم او جبر ککړه ده.
د نوموړي په خبره، چې په غزه کې حماس ډله د بې ګناه ملکي وګړو تر شا پټېږي او په هغه ځای کې یې خپل پټنځایونه جوړ کړي؛ په کومو سیمو کې چې عام وګړي اوسیږي.
بایډن زیاتوي، چې د امریکا حکومت به د خپلو یو شمېر هغو امریکايي وګړو، چې دا مهال حماس یرغمل کړي پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.
د حماس د برید او د ایران د ملاتړ په اړه ولسمشر جوبایډن ویلي؛ که څه هم ایران د حماس او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړی هېواد دی، خو تر اوسه په دغه جګړه کې د ایران د ښکېلتیا هېڅ داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي.
بل خوا رویټرز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۴مه) په مصر کې د سرچینو په حواله د غزې په سویلي برخه کې د اوربند د هوکړې خبر ورکړی و.
خو اسراییل ټایمز ورځپاڼې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له قوله لیکلي دي: “په غزه کې د بشري مرستو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره اوربند نه شته”.
په ورته وخت کې د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشیق هم ویلي، چې د پولې د پرانیستلو یا د لنډمهالي اوربند په اړه معلومات ناسم دي.
تر دې مخکې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې مصر، اسراییل او امریکا لنډمهالي اوربند ته رسېدلي دي.