اسراییل: د قربانیانو پر جسدونو د شکنجې او تیري نښې لیدل کیږي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

اسراییل وایي، د دغه هیواد د پوځ عدلي طب د تېرې اونۍ د حماس له لوري پر اسرایيل د بريد د قربانيانو جسدونه معاينه کړي او پر بدن يې د ځورنې، جنسي تيري، ناوړه چلند او ربړو نښې ليدلي دي.

حماس د اسرايیلي پوځ دغه تورونه رد کړي دي.

رویټرز خبر ورکړی چې د ۱۳۰۰ کسانو جسدونه د اسرايیلي پوځ یوه مرکز ته د طبي او عدلي معایناتو لپاره راوړل شوي دي.

د اسرايیلو د پوځ یوه افسر د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې، د ځینو قربانیانو پښې او د ځینو نورو سرونه پرې شوي دي.

نوموړي ویلي چې، پر قربانیانو د جنسي تیري نښې هم ثبت شوې دي.

دغه افسر همداراز زیاته کړه چې، د حماس جنګیالیو ځینې یې په مرمیو وژلي او ځینې نور یې په بشپړه توګه شکنجه کړي دي.

رویټرز لیکلي چې د پوځ مسولانو په خبري کنفرانس کې د شواهدو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړه.

د حماس سلګونه جنګیالي د تلې په پنځلسمه وتوانېدل چې د غزې پولې ته نېږدې سیمو ته د اسراییل خاورې ته ننوځي،ولسي او پوځي کسان ووژني.

د راپورونو له مخې د حماس ځواکونو په یوه کنسرت کې پر ځوانانو برید وکړ او هلته یې تر ۲۰۰ډېر کسان ووژل.

همدارنګه دغې ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰ تنه اسراییلیان برمته کړل.

نور خبرونه

رادیو