د غزې په روغتونونو کې د سون توکو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې احتمال

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

اسوشیېټیډ پرېس د یکشنبې په ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکونکو په حواله خبر ورکړی، چې د دې سیمې روغتونونه د اسراییل د بریدونو له امله له ټپیانو ډک دي او د سون توکو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې احتمال هم شته.

ډیری فلسطینیان د غزې په تړانګه کې د اوبو او خوړو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې په غزه کې د روغتونونو جنراتورونه به یوازې د دوو نورو ورځو لپاره کار وکړي او دا د زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په غزه کې د برېښنا یوازینۍ فابریکه وروسته له هغه بنده شوه چې اسراییل سیمه بنده کړه او د تیلو د ننوتلو مخه یې ونیوله.

په ورته وخت کې د غزې پولې ته څېرمه د اسراییل پوځي ځواکونه پر غزې د ځمکني پوځ د برید په اړه ګنګوسې راپورته شوې دي.

د غزې د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له پنځلسمې نيټې څخه تر اوسه پورې د غزې په تړانګه کې د اسرایيل په عملياتو کې دوه زره او ٣٢٩ تنه فلسطينيان وژل شوي دي.

دا شمېرې په ۲۰۱۴ کال کې د حماس او اسراییل ترمنځ د فلسطینیانو د جګړې د قربانیانو له شمېر څخه چې څه باندې شپږ اوونۍ یې دوام وکړ، زیاتې دي.

په سویلي ښار خان يونس کې د ناصر روغتون د ځانګړې پاملرنې څانګه د وروستيو بریدونو له امله له ټپیانو ډکه ده، چې زياتره يې له دريو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د ناصر روغتون ډاکټر محمد قندیل وویل، چې د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ۳۵ تنه ونټیلاټور ته اړتیا لري او ۶۰ نور ناروغان هم د ډیالیز لاندې دي.

هغه زياته کړه، چې د دوشنبې په ورځ به د دغه مرکز د جنراتور تیل ختم شي او د برېښنا پرې کېدو سره به د دغو ټولو ناروغانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د غزې په شمال کې د کمال عدوان د ماشومانو د روغتون رييس حسام ابوصفيه وويل، سره له دې چې اسرایيل له سيمې څخه د وتلو خبردارى ورکړى، خو دوى نه شي کولاى له روغتونه ووځي.

په تېرو څو ورځو کې اسرايیلي چارواکو په پرله پسې ډول د غزې د تړانګې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې له شمالي سیمو ووځي او د اسرايیلي پوځ له بریدونو څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره دې د سیمې په سویلي سیمو کې میشت شي.

د ابوصفیه په وینا، د ځانګړې پاملرنې په برخه کې اوه ماشومان د ونټیلاټور سره تړلي دي او له دې مرکز څخه وتل به د ماشومانو او نورو ناروغانو د مړینې په مانا وي.

د غزې تړانګې تر ټولو ستر روغتون شفاء روغتون هم اعلان وکړ چې د سړو خونو د ظرفیت له بشپړویدو وروسته به سل مړي په یوه عمومي قبر کې ښخ کړي.

همدا راز د تېلو د کمښت له امله په غزه کې ډېری نانوایي ګانې تړل شوي او خلک اوس د ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري.

نور خبرونه

رادیو