کرملین ماڼۍ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران او سوریې له ولسمشرانو سره د دوشنبې په ورځ ټيلیفوني خبرې کړې دي.
د کرملین ماڼۍ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اشاکوف زیاتوي، چې پوتین د مصر، سوریې، فلسطین او اسراییل له مشرانو سره هم جلا - جلا ټیلفیوني خبرې کول غواړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د منځني ختیځ ډېپلوماټیک جنګ ته په ور دانګلو او اصلي لوبغاړو سره د خبرو له لارې پوتین غواړي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره برابره کړي.
روسیه چې له ایران، حماس، ډېری غرب ځواکونو او له فلسطین او اسراییل سره اړیکي لري، بیا - بیا یې متحده ایالتونه او لوېدیځ تورن کړي، چې د ۱۹۶۷ کال پولو سره د خپلواک فلسطین د جوړېدو پر اړتیا سترګې پټوي.
تر دې دې ټیلیفوني خبرو مخکې د روسیې د بهرینو چارو وزارت مرستیال سرګي بیابکوف پوتین ته ویلي وو، چې حالات له کنټرول وتوونکي دي او د اسراییل هڅې بې مخینې دي او دا وېره شته چې اسراییل به ځمکني عملیات پیل کړي.
نوموړي پوتین ته- په یوه غونډه کې چې د روسیې د جاسوسۍ ادارې مشران هم پکې وو- زیاته کړه: دا وېره ډېره ده چې دا ټول تاوتریخوالی له کنټرول وځي.
د روسي چارواکو دا اندېښنه په داسې مهال ده، چې د حماس او اسراییل ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او تل ابیب پر غزه د پراخ برید پلان لري.
ولادیمیر پوتین تر دې مخکې هم پر غزه د اسراییل له برید سره یو ډول مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دغه برید د نه منلو دی.