اسراییل او حماس د اوربند راپورونه رد کړل

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

د اسرايیل لومړي وزیر دفتر او د حماس رسنیز دفتر غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د لنډمهالي اوربند په اړه راپورونه رد کړل.

رویټرز د دوشنبې په ورځ د تلې په ۲۴مه په مصر کې د سرچینو په حواله د غزې په سویلي برخه کې د اوربند د هوکړې خبر ورکړی و.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د دې هیواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له قوله لیکلي دي: «په غزه کې د بشري مرستو او د بهرنیو وګړو د وتلو لپاره اوربند نه شته.»

په اسراییل کې د ښي اړخو سکولار لیکوډ ګوند څو وزیرانو هم له احتمالي اوربند سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي عزت الرشیق هم ویلي، چې د پولې د پرانیستلو یا د لنډمهالي اوربند په اړه معلومات ناسم دي.

تر دې مخکې رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي و، چې مصر، اسراییل او امریکا لنډمهالي اوربند ته رسېدلي او رفح پوله به د ساعتونو لپاره خلاصه وي.

دا کرښه د مصر او غزې تړانګې تر منځ د تېریدو یوازینۍ کرښه ده.

نور خبرونه

رادیو