د فنلنډ د ولسمشر دفتر اعلان وکړ چې، د سولې نوبل جايزې ګټونکی مارټي اهتیساري د دوشنبې په ورځ په ۸۶ کلنۍ کې ومړ.
ښاغلی اهتیساري له ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې د فنلنډ ولسمشر و.
نوموړي په کوزوو، اندونیزیا او شمالي ایرلېنډ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په منځګړیتوب کې رول لوبولی و.
د نوبل بنسټ د نړیوالو شخړو د حل په برخه کې د اهتیساري د هڅو لپاره په ۲۰۰۸ کال کې هغه ته د سولې نوبل جایزه ورکړه.
نوموړی له ولسمشرۍ وروسته د نړیوالو شخړو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د منځګړي ډیپلومات په توګه کار وکړ او په دې برخه کې یې یوه اداره هم جوړه کړه.
په ۲۰۲۱ کال کې اعلان وشو چې ښاغلی اهتیساري د الزایمر په پرمختللي ناروغۍ اخته شوی.