ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې څه باندې څلور لکه فلسطینیانو د غزې په تړانګه کې د دغه سازمان د زده کړو په مرکزونو او بنسټونو کې پناه اخیستې ده.
ويل کيږي چې په دغو کسانو کې ډیری يې سپين ږيري، ماشومان، مېنداوره میرمنې او معيوب وګړي دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار انروا اژانس د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې حالت د رسوایئ وړ بللی دی.
په ورته وخت کې د اسراییل ټایمز ورځپاڼې ددغه هیواد د پوځ د ویاند دانیل هاګاري په حواله راپور ورکړی چې شپږ لکه فلسطینیان د غزې تړانګې له شمالي برخې څخه سویل ته کډه شوي دي.