د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې ویلي چې د اسرايیل او حماس تر منځ د جګړې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي.
فیصل بن فرحان له انتوني بلینکن سره د لیدنې پر مهال وویل، «موږ ټول د هرچا له خوا په هر وخت کې د ولسي وګړو په نښه کول غندو.»
انتوني بلینکن متحده عربي اماراتو ته له سفر مخکې د میزان په ۲۲ مه په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره وکتل.
په دغه کتنه کې هغه له خپل سعودي سیال سره په غزه کې له ولسي خلکو سره د مرستې او په دغه سیمه کې له بشري ناورین سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
د اېسوشیېټیډ پرېس د خبر له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «له موږ څخه هیڅوک نه غواړي چې د ولسي خلکو کړاوونه په کوم اړخ کې وویني، که په اسراییل، غزې یا بل هر ځای کې وي.»
نوموړي زیاته کړه: «اسراییل د خپل مشروع حق په لټه کې دی چېډاډ ترلاسه کړي، بیا به داسې څه نه ورپیښيږي.»
فیصل بن فرحان هم د ولسي خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د مخنیوي او د سولې د ټینګښت لپاره خپل مسوولیت ومني.
ښاغلی بلنکین د ابوظبۍ تر سفر وروسته وروسته پلان لري چې سعودي عربستان ته راستون شي او بیا د یکشنبې په ورځ مصر ته سفر وکړي.
هغه ریاض ته تر سفر مخکې اسراییل، اردن، قطر او بحرین ته تللی و.
د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې اته ورځې پوره شوې او د اسراییل له لورې د درنې بمبارۍ راپورنه هم ورکول شوي دي او دا بمبارۍ د بشري حقونو د وضعې د خرابیدو نښه ده.
اسراییل د غزې له اوسیدونکو غوښتي چې له دې سیمې ووځي.
سعودي عربستان د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیران په جده کې د اسراییل او حماس ترمنځ د شخړې په اړه د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه رابللې ده.
د اسلامي همکاریو د سازمان د یوې اعلامیې له مخې ټاکل شوې چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د راتلونکې چهارشنبې د (تلې ۲۶مه) په ورځ غونډه وکړي.