د رویټرز د راپور په بنسټ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر د غزې له کلابندو خلکو سره د مرستې لپاره د بشري دهلیزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ د ـ میزان ۲۶ ـ د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو پر خلاصون هم ټینګار وکړ.
پاپ په سینټ پیټرز چوک کې په خپله اونیزه وینا کې وویل: "زه په کلکه غواړم چې ماشومان، ناروغان، بوډاګان، ښځې او ټول ملکي وګړي د جګړې قرباني نه شي."
هغه وویل چې د بشري حقونو درناوی باید وشي، په ځانګړې توګه په غزه کې.
اسراییلي چارواکو د غزې تړانګې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی دی.
د غزې پر کلابندۍ سربیره اسراییل اعلان کړی چې ځمکنيو، هوايي او سمندري بریدونو ته تیار دی.
اسراییل پر دغه هېواد د حماس له بریدونو وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړي او دغه سیمه یې کلابند کړې ده.