د اسرايیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د کابینې لومړنۍ بېړنۍ غونډه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې حماس به له منځه وړي.
دا ګواښ په داسې حال کې کېږي، چې اسراییل له جنوبي غزې څخه د سلګونو زرو فلسطینیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.
د رويټرز او نيويارک ټايمز په ګډون يو شمېر رسنيو د اسراييلي چارواکو له خولې ليکلي، چې اسراييلي وسله وال پوځ چمتووالی نيسي، چې غزې ته ننوځي او د حماس پوځي توان او بنسټونه په ځانګړې توګه راکټونه له منځه يوسي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل: “حماس فکر کاوه چې دوی به موږ له منځه یوسي؛ خو موږ هغه یو چې حماس به له منځه یوسو”.
په ورته وخت کې پر غزې د اسراییل د ځمکني برید د احتمال په اړه د دغه هېواد پوځ د غزې د ښار په ګډون د غزې په جنوبي سیمو کې له یو میلیون څخه د زیاتو خلکو د وتلو غوښتنه کړې ده؛ خو حماس له دوی وغوښتل چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.
یو شمېر کتونکو په غزه کې د ځمکنیو پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
په غزه کې چارواکو اعلان کړی، چې په تېره یوه اونۍ کې پر غزې د اسراییل د سختو بریدونو په ترڅ کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او کابو لس زره نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې روغتونونه د درملو او نورو طبي توکو له کمښت سره مخ دي او د ټپیانو د درملنې لپاره مبارزه روانه ده.