د چین د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل دې د غزې اوسېدونکو ته له ډله ییزې سزا څخه لاس واخلي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې اسراییل په غزه کې د ځان د دفاع له حده تېرې کړنې کوي او د اسراییل پر حکومت یې غږ کړی، چې دوی باید د غزې اوسېدونکو ته د ډله ییزې سزا له ورکولو لاس واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه «د تلې ۲۳مه» په یوه خبر پاڼه کې د بهرنیو چارو د وزیر وانګ يي په حواله ویل شوي، چې نوموړي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلفوني خبرو کې د اسراییل له خوا د غزې اوسېدونکو ته د ډله ییزې سزا ورکول غندلي او د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

زرګونه فلسطینیان د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د اسراییل د ځمکنيو بریدونو له امله د غزې ټرانګې له شمال څخه ووتل. ا

سراییل ویلي وو، په داسې حال کې چې په سیمه کې یې ډېر هوایي بریدونه کړي خو فلسطینیانو ته یې د وتلو لپاره دوه لارې خلاصې پرېیښې دي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ اعلان کړی و، چې د شنبې په ورځ د «تلې ۲۲مه» د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به پر غزې خپل بریدونه ودروي چې ولسي وګړي له دوو خوندي لارو څخه د غزې سویلي سیمو ته ووځي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، چې اسراییل باید د ملګرو ملتونو د سرمنشي او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړې> په غزه کې نېږدې ۲،۳ میلیونه خلک ژوند کوي، چې ساحلي، ځمکنۍ او هوايي پولې یې د اسراییل له خوا کلابند دي.

د راپورونو له مخې تر دا مهاله په غزه کې د اسراییل له خوا تر ۲۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ته ویلي، چې ټول دخیل اړخونه باید داسې اقدامات ونه کړي، چې له امله یې په سیمه کې وضعیت لا پسې کړکېچن شي.

نوموړي د دواړو اړخونو تر منځ د مذاکراتو وړاندیز هم کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره هم په ټیلفوني خبرو کې له امریکا غوښتي وو، چې د اسراییل او حماس تر منځ په رامنځته شوي کړکېچ کې دې رغنده او مسوولانه رول ولوبوي.

بل خوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په لیدنه کې ویلي وو، چې د اسرايیل او حماس تر منځ د جګړې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي.

فیصل بن فرحان له انټوني بلینکن سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې وه: “موږ ټول د هرچا له خوا په هر وخت کې د ولسي وګړو په نښه کول غندو”.

همداراز سعودي عربستان په جده کې د اسراییل او حماس ترمنځ د شخړې په اړه د خبرو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو بیړنۍ غونډه هم رابللې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې اعلامیې له مخې ټاکل شوې، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د راتلونکې چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۶مه» غونډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو