د قطر بهرنیو چارو وزیر: زموږ او د امریکا ګډ هدف د حماس او اسراییل د جګړې پای ته رسول دي​

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه هېواد او امریکا ګډ هدف د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې ختمول دي.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړه چې په قطر کې د حماس دفتر په سیمه کې د خبرو اترو او سولې د رامنځته کولو لپاره د یوې لارې په توګه کارول شوی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ د میزان۲۲ مه په دغه خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې هېواد یې د بشري مرستو د لېږلو او په غزه کې د روغتونونو د پرانستلو په لټه کې دی.

محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل، په غزه کې اوربند د قطر یو لومړیتوب وباله.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زه باور لرم چې متحده ایالات په دې هدف کې له موږ سره شریک دي چې څنګه دا جګړه پای ته ورسول شي، څنګه تاوتریخوالی کم کړل شي، څنګه بشري دهلیز رامنځته او څنګه په خوندي توګه یرغمل شوي بیرته راستانه شي."

په تېرو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان قطر ته جلا جلا سفرونه کړي دي.

ښاغلي بلینکن په دغه کتنه کې د غزې د پرمختګونو په اړه له قطري چارواکو سره وکتل او حسین امیرعبداللهیان د دوحې له چارواکو سره پر خبرو سربېره د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره هم وکتل.

حسین امیرعبداللهیان په دوحه کې له اسماعیل هنیه سره په کتنه کې وویل، که اسراییل پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، په سیمه کې هر ډول احتمال شته.

په دې کتنه کې چې د میزان په ۲۲مه ترسره شوه، امیر عبداللهیان د حماس د تېرې اونۍ مرګوني بریدونه د اسراییل لپاره بې ساری ګوزار وباله.

د راپورونو له مخې، ایران اسلامي جمهوریت اسراییل ته خبرداری ورکړی چې که پر غزې بریدونه دوام وکړي په جګړه کې به مداخله وکړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو چارو مشر جاشوا زارکا وویل، ایران اسلامي جمهوریت غواړي سوریې ته د وسلو په استولو سره د اسراییل پر ضد د جګړې نوې جبهه جوړه کړي.

نور خبرونه

رادیو