زلمی خلیلزاد: د حماس او اسراییل تر منځ جګړه د ایران لپاره لویه بریا ده

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

زلمی خلیلزاد وايي، د حماس او اسراییل تر منځ جګړې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي او ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا او همدا راز د ریاض او تل ابیب تر منځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر کمزوری کړی دی.

خلیلزاد وویل، که پرمختګونه له مهاره ووځي، «دا به د ایران د رژیم او د هغه د افراطي او نیابتي ډلو لپاره یوه لویه بریا وګڼل شي.»

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي د شنبې په ورځ (تلې ۲۲مه ) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې که وضعیت له مهارولو ووځي، دا مسله به، «د امریکا او د هغې د سیمه ییزو ملګرو لپاره یوه لوی ګوزار وي. او له بلې خوا به د ایران د رژیم او د هغه د نیابتي او افراطي ډلو لپاره لویه بریا وګڼل شي.»

همدارنګه ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې دې شخړې د اسراییل او فلسطین د شخړې د هواری لپاره پرمختګ ته هم زیان رسولی دی.

هغه ویلي، چې ایران به په سیمه کې د ورانکارۍ او خپلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره د نیابتي ډلو کارولو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ولسمشر پخوانی استازی په دې اړه زیاتوي « موږ باید ډاډ تر لاسه کړو چې ایران به خپلو موخو ته ونه رسیږي.»

زلمي خلیلزاد ویلي، چې دغه هدف ته د رسېدو او پر ایران د ډېر لوړ لګښت د تحمیلولو لپاره باید له سعودي عربستان سره مشوره وشي.

حماس یوه وسله واله ډله ده چې د ایران له له لوريیې ملاتړ او کنټرول کیږي.

ایران له دغې ډلې خپل سیاسي او نظامي ملاتړ کړی او ایراني چارواکو په ښکاره ډول په ځلونو له دغې ډلې ملاتړ څرګند کړی دی.

وال سټریټ ژورنال په لبنان کې د حماس او حزب الله د جګپوړو غړو په حواله راپور ورکړی چې په تېرو څو اونیو کې د حماس له لوري پر اسراییل باندې د ځمکني، هوايي او سمندري برید په پلان جوړولو کې د سپاه پاسداران ځواکونو مرسته کړې وه.

له دغه برید څو ورځې وروسته د ایران مشر پر اسراییل باندې د حماس د برید ستاینه وکړه او ویې ویل چې ایران په دې کې هیڅ رول نه لري.

علي خامنه يي وویل دا برید «خپله د فلسطینیانو کار دی.»

ښاغلي خامنه یی ویلي، هغه کسان چې د دې برید تر شا د ایران لاس بولي تېروتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو