نن یک شنبې د اوکټوبر ۱۵مه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده، یونسیف د یادې ورځې په مناسبت د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه دې د لاسونو پاکوالي ته لومړیتوب ورکړي.
د اوکټوبر ۱۵مه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسیف) د لاس مینځلو نړیوالې ورځې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او پکې لیکلي يې دي چي په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۰۲ میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې د اوبو او صابون لومړنې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري.
یونسیف لیکلې دي، په پاکو اوبو او صابون د لاسونو مینځل د خوندي او اغیزمنې روغتیا د پاملرني بنسټ دی.
دغه سازمان وايي، په صابون د لاس مینځل له ماشومانو سره د سینه بغل او نس ناستې په څېر د یو لړ ناروغیو په وړاندې د ساتنې لپاره هم مهم دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې ۲،۳ ملیارده خلک په کور کې په اوبو او صابون د لاس مینځلو اسانتیا نه لري.
او همدارنګه د روغتیا پاملرنې نېږدې نیمایي تاسیسات په هغه ځایونو کې چې د ناروغانو درملنه کیږي د لاسي حفظ الصحې اسانتیاوې نه لري.
دغه سازمان وايي، د لاس مینځلو ملي کمپاینونو ملاتړ کوي او په ۹۰ هیوادونو کې د نورو پروګرامونو تر څنګ د روغتیا، زده کړو او خوراک په برخو کې هم مرستې کوي.
یونیسف په دې اعلامیه کې له همکارو هیوادونو څخه په نړۍ کې په پاکو اوبو او صابون د لاس منیځلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړي ده.