د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ یې د غزې تړانګې په سرحدونو کې د دوی پر پیاده عسکرو او ټانکونو بریدونه وکړل.
له هوايي بریدونو اووه ورځې وروسته، دا د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد د اسراییلي پوځ لومړني ځمکني عملیات دي.
د غزې یوشمېر اوسېدونکي د جمعې په ورځ د اسراییل د برید له امله له خپلو کورونو وتښتېدل، ځکه چې د اسراییل پوځ د غزې د شمالي تړانګې تر یو مېلیونو ډېرو اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې د غزې د تړانګې د پرېښودو امر کړی دی.
حماس بیا تر دې مخکې د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتي و، چې د اسراییلي پوځ خبرداري ته پاملرنه ونه کړي.
د اسراییل د پوځ ویاند اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځي ځواکونو د ټانکونو په ملاتړ د فلسطینیانو د توغندیو په واحد باندې د برید او د یرغمل شویو کسانو د ځای د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د غزې د تړانګې څو زره اوسېدونکي اوس د سیمې شمال ته د تګ په حال پر سړکونو لیدل کېږي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د دوی د شمېر اټکل ناشونی دی.
په همدې حال کې ډېرو کسانو ویلي، چې دوی له غزې نه وځي.
په همدې حال کې حماس چې د غزې تړانګې کنټرول په لاس کې لري، ژمنه یې کړې چې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې به مبارزه کوي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې زیات شمیر خلکو د ځان ژغورلو په موخه سویل ته حرکت کړی دی.