د فلسطین په ملاتړ لاریونونه;د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه وشول

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د جمعې په ورځ (د تلې ۲۱مه) له فلسطینیانو سره د همغږۍ او خواخوږۍ په موخه زرګونه کسانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې لاریونونه وکړل.

د افغانستان په ګډون د امریکا په نیویارک او میامي ایالتونو، جرمني، اسپانیا، یونان، لبنان، یمن او ډنمارک هېوادونو کې زرګونه کسان تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته واټونو ته راووتل او پر فلسطینیانو یې د اسراییل برید وغانده.

لاریون کوونکي د اسراییل برید ستر جنایت ګڼي او له دغه هېواده غواړي، چې پر غزې تړانګې خپل بریدونه بند کړي.

دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې، د غزې او اسراییل ترمنځ له هوايي بریدونو د اوو ورځو په تېرېدو سره، اسراییلي پوځیانو لومړني ځمکني عملیات هم پر غزې پیل کړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د جمعې په ورځ د غزې تړانګې په سرحدونو کې د دوی پیاده عسکرو او ټانکونو بریدونه پیل کړل.

د غزې یو شمېر اوسېدونکي د جمعې په ورځ د اسراییل د برید له امله له خپلو کورونو وتښتېدل، ځکه چې د اسراییل پوځ د غزې د شمالي تړانګې تر یو مېلیونه ډېرو اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې د غزې د تړانګې د پرېښودو امر کړی دی.

اخوا، ملګرو ملتونو د دغه امر پلې کېدل ناشوني بللي.

حماس بیا تر دې مخکې د دغې سیمې له اوسېدونکو غوښتي و، چې د اسراییل پوځ خبرداري ته پاملرنه ونه کړي.

په ورته وخت کې اسراییل د خپلو بریدونو پر دوام تر هغه وخته ټینګار کوي، چې حماس ډله یې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي.

امریکا له اسراییل څخه د ملاتړ په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې له دغه هېواد سره د هر راز مرستو لپاره چمتو ده.

د غزې له کلابندۍ سره فلسطینان د اوبو، برېښنا او له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې او له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو