رویټرز د خپل لبناني خبریال وژنه ومنله

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

رویټرز منلې، چې د دغه خبري اژانس تصویر اخیستونکی عصام عبدالله د اسراییل له‌خوا د توغول شوي توغندي له امله وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس یو تصویر اخیستونکي د پېښې په ځای کې ویلي، چې عصام عبدالله د لبنان په سوېل کې د اسراییل له لوري د توغول شویو توغندیو له امله وژل شوی دی.

په دې پېښه کې چې د جمعې په ورځ د (تلې په ۲۱مه) وشوه، شپږ نور خبریالان هم ټپیان شوي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې د الجزيرې او د فرانسې خبري اژانس د رسنیو ترڅنګ د خبريالانو یوه ډله له اسراييل سره پولې ته څېرمه «الما الشعب» سیمه کې په کار بوخته وه.

د جمعې په ورځ د اسراییل پوځ او د لبنان د حزب الله وسله‌والو په «الما الشعب» سیمه کې په سرحدي نښتو کې ډزې وکړې.

په ورته وخت کې د الجزیرې رسنۍ هم منلې، چې دوه خبریالان یې په دغې پېښه کې ټپیان شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له ټولو خواوو غوښتي، چې خبریالان ناپوځي وګړي دي او باید په نښه نه شي.

نور خبرونه

رادیو