په پاکستان کې زرګونه کسانو په بېلابېلو ښارونو کې د جمعې له لمانځه وروسته، په غزې کې پر استوګنځایونو د اسراییل د هوايي بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
تېره شنبه حماس پر اسراییل برید وکړ، چې له امله یې سلګونه کسان ووژل شول تر هغه وروسته اسراییل هم د غزې په تړانګه خپل هوایي بریدونه پیل کړل، چې په کې د استوګنځایونو د ویجاړېدو ترڅنګ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
په دغه سېمه کې اوسمهال خلک د څښاک اوبه او برېښنا نه لري.
اسراییل په دغه سیمه اوبه، برېښنا او خوراکي توکي بند کړي او دغه سیمه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې ده.
د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو د غزې په تړانګه د اسراییل د بریدونو په غبرګون، په بېلابېلو ښاري مرکزونو کې لسګونه لاریونونه ترسره کړل او د امریکا په ګډون یې پر اسراییل او نړۍوالو ملاتړو نیوکې وکړې.
د پنجاب په لاهور، د خېبرپښتونخوا په پېښور او د بلوچستان صوبې په کوټه کې هم ورته لاريونونه وشول.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، پلویان یې د لاهور سړکونو ته راووتل چې د اسراییل پر ضد غږ پورته کړي؛ خو د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
ملګرو ملتونو هم د اسراییل له پوځه وغوښتل، چې د غزې له شمال څخه سویل ته د ۱.۱ مېلیونه خلکو د وتلو حکم بېرته واخلي.